د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پاکستان حکومت د دې غورځنګ ځینې پلویان نیولي او وېره ده چې دا کار لا هم دوام وکړي.
د دې غورځنګ یوه بنسټګر محسن داوړ په خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي يې دي چې تر دې دمه د پنجاب حکومت د پښتون ژغورنې د غورځنګ څه باندې ۳۰ غړي بندیان کړي دي.
داوړ دا کار غندلی او شرموونکی یې بللی دی.
اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل غړي مزمل خان په لاهور ښار کې د وروستیو ګرفتاریو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"تراوسه پورې زموږ د ملګرو ګرفتاریانې روانې دي. د اف سي کالج، جي سي کالج، پنجاب پوهنتون او د یو ام ټي کالج دا ټول یې نیولي او مختلفو ځایونو ته یې رسولي دي."
د پنجاب د لوړو زده کړو وزیر سيد رضا علي ګیلاني ازادي رادیو ته د محصلینو د نیول کېدو خبر تأیید کړ او ویې ویل دوی له حکومت سره په مخالفت کې نیول شوي دي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي په داسې حال کې نیول کېږي چې دې غورځنګ د اپریل په نهه ویشتمه په سوات او د مې په دولسمه په کراچۍ کې د یوې لویې غونډې د جوړولو تکل کړی دی.