د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت څارونکې اداره وايي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د میلیاردونو ډالرو مرسته ورکه ده.
سیګار وايي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې ۳۴ مرستندویه هېوادونو د نړیوال بانک په مرسته د افغانستان د بیارغونې لپاره د بسپنې له صندوق سره ۱۰ میلیارده ډالره مرسته کړې او په ملکي برخه کې د افغان حکومت د ټولو لګښتونو په ۱۰۰ کې ۴۰ له همدې صندوقه ورکول کېږي.
لهدې صندوق سره تر ټولو زیاته مرسته متحده ایالاتو کړې چې درې میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره سیګار په خپل راپور کې وايي چې د شفافیت او د څارنې او محاسبې د نشتوالي له کبله نړیوال بانک اوس نهشي کولای چې د جګړه ځپلي افغانستان پر پرمختګ د دې بسپنې د اغېزو او اثراتو اندازه معلومه کړي.
د سیګار د راپور له مخې نړیوال بانک که څه هم پوهېږي چې په افغانستان کې داسې موارد هم شته چې د دولتي پوستونو لپاره مأمورین نهشته، خو په رسمي اسنادو کې معاشونه ورته حواله کېږي، مګر بیا هم دا نهشي تثبیتولای چې په کوم شمېر مأمورینو ته معاشونه ورکړل شوي دي.
سیګار په خپل راپور کې د ولسمشر اشرف غني د یوه جګپوړي سلاکار له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د نړیوالو مرستو د بسپنې د صندوق جوړښت داسې دی چې نیمګړې پروژې هم بودجه ترې ترلاسه کولای شي، ځکه چې د حساب ورکولو لپاره هېڅراز مکلفیت نهلري او د دې نیمګړو پروژو لهمنځه وړل، هم تقریباً ناممکن کار دی.
سیګار پر نړیوال بانک هم ځکه انتقاد کوي چې له افغان حکومت سرهیې دا مسئله نهده یقیني کړې چې شوې مرستې یوازې په مناسبو برخو کې ولګوي.
د ولسمشر سلاکار چې په راپور کې یې نوم نهدی یاد شوی سیګار ته ویلي چې د مرستندویانو مالي مرستې باید د سیاسي فشارونو پر بنسټ لګول شوې وی، څو په راتلونکي کې د هغو د له لاسه تلو مخنیوی وشي.