چارواکي: په زابل او ارزګان کې عملیاتو ۱۲ مخالفین وژلي

په زابل او ارزګان ولایتونو کې ۱۸ وسله‎والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن يحی علوي ازادي راډيو ته وویل، د ملي اردو د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملياتو کې چې د زابل په شملزو او د ارزګان د مرکز ترينکوټ په ګډون د دې ولایت په چورې ولسوالۍ کې ترسره شوي، پر مهال‌يې ۱۲ وسله‎وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

علوي زیاته کړه چې په ارزګان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله‎والو درې مرکزونه هم ويجاړ شوي دي.

نوموړي په‎دې ۲۴ ساعته پوځي عملياتو کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه ونه‎کړه.

د دولت وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.