په روسیه کې د مخابراتو او ارتباطاتو د څارنې دولتي ادارې، روسکو مانژور د ټلګرام انټرنټي سایټ پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د روسیې حکومت تر هغه وروسته چې د ټلګرام مسؤل، پاول دورف چې جلا وطني یې غوره کړې، د هغه هېواد د استخباراتو فدرالي ادارې ته اجازه ورنهکړه چې د ټلګرام د کاروونکو مسجونه ترلاسه کړي یا یې ولولي، دا اقدام کړی.
روسکو مانژور پرون دوشنبه وویل چې انټرنټي شرکتونو تهیې خبرداری ورکړی چې د محکمې د پرېکړې په رڼا کې د ټلګرام پر فعالیت بندیز ولګوي.
د ټلګرام مسؤل، پاول دورف د روسکو مانژور فرمان رد کړی دی او ویلي یې دي چې د ټلګرام له بندېدلو سره به د ۱۵ میلیونه روسانو د ژوند شرایط لا خراب شي.
پاول دورف دا پرېکړه غیر قانوني بللې او ویلي یې دي چې د روسانو د معلوماتو د خوندي پاتې کېدو حق ته درناوی به ټینګ وساتي.