د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د نارینهوو تر څنګ نن د سې شنبې په ورځ ښځو هم پر وسلهوالو طالبانو او دولت د سولې غږ وکړ او د پرلت خیمهیې ووهله.
د پرلت د دغو خیمو څخه خلکو او ښځو يو ځل بیا پر وسلهوالو طالبانو او دولت غږ
وکړ چې اوربند اعلان کړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي او خپلمنځي ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.
له دې ورهاخوا د دغه ولایت په ګاونډ غزني ولایت کې هم خلکو د پرلت خیمه
وهلې او د سولې غوښتنه کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې له تېرو شااوخوا ۲۰ ورځو راهیسې د افغانستان په زیات
شمېر ولایتونو کې خلکو د سولې غوښتلو په موخه د پرلت خیمې وهلي، خو تر اوسه پورې یې غوښتنې نهدي منل شوي.
د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافتيې په اړه بشپړ راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5