هندی فلي ستوری سلمان خان په ضمانت خوشې شو
Your browser doesn’t support HTML5
د هند د راجستان یوه عدالت د هند نومیالی اداکار سلمان خان د یوې تورې هوسۍ په مقدمه کې په ضمانت خوشې کړی دي.
سلمان خان ته د جود پور عدالت د چهارشنبې پر ورځ د هوسۍ د ناقانونه ښکار په جرم د پينځو کلونو د بند سزا اورولې وه.
سلمان خان د ضمانت ترلاسه کولو وروسته له جود پوره ممبۍ ته تللی دي.