د پاکستان صدراعظم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راغی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او مل پلاوي تود هرکلی وکړ.

ښاغلی عباسي په یوه ورځني سفر کابل ته راغلی او د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډون به له افغان چارواکو سره وګوري.

نوموړی وايي:

"د افغانستان له جمهور رئیس او نور چارواکو سره به د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د سیمه‎ییزو همکاریو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ، سولې او همدا راز د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېوادونو د مسؤلیت په اړه بحثونه وشي."

تمه وه چې د پاکستان صدراعظم او جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له کتنې وروسته په یوه مطبوعاتي کنفراس هم حاضر شوی وای، خو د ځینو سرچینو له قوله د اوس لپاره دغه پروګرام لغوه شوی دی.

د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې افغان حکومت تل دا ویلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او دغه هېواد یې باید پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

که څه هم تردې وړاندې پاکستان ویلي چې د تروریستي ډلو پر وړاندې د دوی عملیات دوام لري، خو د رښتینولۍ په اړه یې شکونه موجود دي.

Your browser doesn’t support HTML5

خادم: فشارونه به لامل شي چې پاکستان د افغانستان په اړه دریځ بدل کړي

پاکستان په‎دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د امریکا د متحدو ایالتونو تر فشار لاندې دی.

سید انتظار خادم

د نړیوالو چارو کارپوه سید انتظار خادم نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې ښايي د پاکستان صدراعظم د موجوده فشارونو له کبله دا ځل افغان چارواکو ته د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې قناعت ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس