د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي په بکواه ولسوالۍ کې د مخدره موادو د توليد درې کارخانې ويجاړې کړاى شوې دي.
په فراه کې د ملي اردو د پلي ځواک د دوهمې لوا وياند نورالحق خالقي ازادي راډيو ته وويل، دغه حمله تېره شپه شوې چې پهکې د دولت وسلهوالو مخالفانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلي خالقي په خبره، دغه کارخانې په سيمه کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو د محلي قوماندانانو وې چې د جنګ د تمويل لپاره ورڅخه استفاده کېدله.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نهدي ويلي.