د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي په پوځي عملياتو کې ١٤ وسلهوال طالبان او د داعش ډلې ١٠ غړي وژل شوي دي.
په دغو عملياتو کې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي، د ٦ وسلهوالو طالبانو او د داعش د ٥ غړو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د عامه چارو امر جګړن محمد حنيف رضايي نن چهارشنبه ازادۍ راډيو ته وويل:
"په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په شمال زون کې تر ٣٥ زياتو ترورېستانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په وژل شويو کې د داعش ډلې ١٠ تنه غړي هم شامل دي، دوى د جوزجان په درزاب کې وژل شوي او ٥ تنهيې ټپيان شوي دي."
٢٠٩ شاهين قول اردو وايي د "وليد ٣" په نوم دغه هوايي او ځمکني عمليات په سرپل، فارياب، جوزجان او بلخ ولايتونو کې شوي دي.
د دولت وسلهوالو مخالفانو په دې اړه څه نهدي ويلي.