د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې د سولې د وروستيو فرصتونه څخه ګټه واخلي او په دې برخه کې له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات پیل کړي.
د سولې عالي شورا مشر کریم خليلي چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۴» په کندهار کې د څلورو ولایتونو سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو ته خبرې کولې پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له وروستیو فرصتونو نه دې ګټه واخلي.
کریم خلیلي وویل چې د طالبانو سوله د دوی د تسلیمۍ په معنی نهده، بلکې سوله هم د دوی او هم د حکومت په خیر ده.
هغه د هلمند د خلګو د سولې حرکت یو ښه اقدام یاد کړ او ویېویل چې د سولي په برخه کې د هر حرکت ملاتړ کوي او د سولې لپاره هرې قربانۍ ته اماده دي.
کریم خلیلي
نوموړي زیاته کړه:
"په خاص ډول د طالبانو تحریک چې زما غږ اوري دا ورته وایو چې زموږ د سولې غږ ستاسې په خیر دی او په دې هم پوهېږو چې دا د افغانستان د ملت په خیر دی."
بلخوا په غونډه کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ډاکتر اکرم خپلواک وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې حکومت د سولې اړوند ۳۵۰ غونډې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په شتون کې ترسره کړې دي.
ښاغلي خپلواک دغهراز وویل چې په دواړو طرفونو کې یو شمېر کړۍ او اشخاص سته چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې د پروسې خنډ کرځي چې ملت باید د دې ډول کسانو په وړاندې ودرېږي.
اکرم خپلواک
په غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کي د سولې په برخه کې د ځوانانو هڅې وستایلې او د هېواد پر ټولو دیني عالمانو يې غږ وکړ چې د سولې د نویو هڅو غږ دې د ممبر له لارې تر عام ولسه ورسوي.
راپور : صادق رښتیني