د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ د پاکستان د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو یو هیئت د دوشنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغانستان پر سولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو همکاریو خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت احمد ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني هیئت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغان هیئت سره د سولې او یووالي لپاره د پاکستان او افغانستان د عمل پر شریک پلان خبرې وکړې، د نوموړي په وینا د خبرو ډېر تمرکز د سولې پر موضوع و.
ښاغلي احمد وویل:
"دا د سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان په اړه درېیمه غونډه وه. د پام وړ پرمختګ پهکې ونهشو، خو واړه پرمختګونه تر لاسه شوي دي. اساسي مسایل اوس هم پاتې دي چې هیلهمند یو راتلونکي کې بهیې په اړه خبرې دوام وکړي."
د ښاغلي احمد په وینا هغه موارد چې لا هم پهکې پرمختګ نهدی شوی، د سولې خبرې اترې او هغه موارد دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همبستګۍ سبب کېږي.
د صبغت احمد په وینا پرمختګ تر ډېره د خبرو اترو د دوام په برخه کې و.
د افغان او پاکستاني چارواکو دا غونډه پهداسې حال کې پرته له کوم لوی پرمختګ پای ته رسېږي چې ټاکل شوې ده، د جمعې په ورځ د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ یو هیئت افغانستان ته سفر وکړي.
دا سفر د افغان ولسمشر اشرف غني د هغې بلنې پر اساس دی چې د پاکستان صدراعظم تهیې د دولت له دولت سره د خبرو لپاره کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.
د افغانستان د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل په وینا د سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د واشنګټن او اسلاماباد سره په ګډه چمتو شوی او هدفیې دا دی چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې پر دې ډلې خپل نفوذ او اغېز وکاروي.
ښاغلي فیصل د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دې پلان په اړه وویل:
"پهدې پلان کې عمده موضوعات د افغانستان سوله، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، له اقتصادي فرصتونو څخه ګټه اخیستل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې لپاره د دولتونو همغږي شامله ده. پلان دا دی چې په ګډه موږ وتوانېږو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پاکستان همکارۍ ته تشویق کړی شو."
بلخوا د دوشنبې په ورځ د مرکزي او جنوبي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الېس ولز په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره کتلي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې د جنرال قمر جاوید باجوه له خولې ویلي چې هېواد یې د افغانستان سولې ته ژمن دی.
د جنرال قمر جاوید باجوه له خولې دا هم ویل شوي چې هیلهمند دی نور لوري هم په سیمه کې په برابره توګه مثبت رول ولوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز د مارچ له ۲۸مې نېټې راهیسې په پاکستان کې ده او دغلتهیې تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه او د دې هېواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره هم کتلي دي.
د پاکستاني چارواکو سره د دې لوړپوړې امریکايي ډيپلوماتې خبرې اترې تر ډېره پهدې هېواد کې د ترهګرو د پټنځایونو په لهمنځه وړلو او د افغانستان په سوله کې د پاکستان پر همکارۍ راڅرخي.