په کونړ ولايت کې د ولايتي شورا يو غړى نن ماسپښين په ځان وژونکي بريد کې ووژل شو.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم ازادۍ راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر هغه وخت ځان منفجر کړى، چې د ولایتي شورا غړی شاه ولي همت په وټه پور ولسوالۍ کې یوې جنازې ته پر لاره و.
هغه وویل چې په برید کې د شاه ولي همت تر څنګ یو دیني عالم مولوي عبدالرحمن هم وژل شوى دى.
په حمله کې د شاه ولي همت يو ساتونکى ټپي شوى دى.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دى منلى.