روسيې د ځينو هېوادونو سفيران احضار کړل

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي د هغو هېوادونو سفيران يې احضار کړي، چې له خپلې خاورې يې روسي ډيپلوماتان ايستلي دي.

دغه روسي ډيپلوماتان په بريتانيا کې د يوه پخواني جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په تړاو اخراج شوي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون وويل، مسکو به د هغو هېوادونو چې د روسي ډيپلوماتانو د وتلو امر کړى، برابر شمېر ډيپلوماتان اخراج کړي.

د کرملين وياند دميتري پيسکوف نن وويل، وروسته له هغې چې له څه باندې ٢٠ هېوادونو تر ١٥٠ ډېر روسي ډيپلوماتان وايستل شول، مسکو ځوابي اقدام ته مجبوره شو.

ښاغلي پيسکوف نن په يوه ټليفوني کنفرانس کې خبريالانو ته وويل:

”روسيې کومه ډيپلوماتيکه جګړه نه غوښتله او ولسمشر پوتين له لومړيو د امريکا د متحدو ايالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړيکو غوښتونکى و او وي به“

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې بريتانيا يوه مياشت وخت لري څو په مسکو کې د خپل ډيپلوماتيک پرسونل په بريتانيا کې د روسيې د ډيپلوماتيک ماموريت کچې ته راکم کړي. د دوى شمېر تر اوسه پورې نه دى مشخص شوى دى.

بريتانيا پر روسيې د پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه لور د مسمومولو تور لګولى، خو مسکو دا تور رد کړى دى.