له اسرائيلي پوځيانو سره په شخړه کې درې فلسطينيان وژل شوي

د فلسطين د روغتيا وزارت وايي د اسرائيل او غزې په سرحد کې له اسرائيلي سرتېرو سره په شخړه کې درې فلسطينيان وژل شوي او ٣٦٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه وزارت نن وويل، په ټپيانو کې هغه اعتراض کوونکي هم شامل دي، چې په رابړي مرميو ويشتل شوي دي.

فلسطينيانو په غزې تاړانګه کې د اسرائيل سرحد ته نږدې د خېمو په درولو سره خپل اعتراضونه پيل کړي دي.

دوى غوښتنه لري، د سرحد په اوږدو کې هغو سيمو ته چې اسرائيلي پوځيانو په کې په لوړه سطحه احضارات نيولي، فلسطيني کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د فلسطيني افراطي ډلې حماس، چې پر غزې تاړانګه واک چلوي، د دغو اعتراضونه غوښتنه کړې ده.