د کابل پولیسو ۲۵ کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي

د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۵ کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

د کابل ۱۰۱ نمبر اسمايي زون قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د دوی پولیسو د کابل په بېلابېلو سیمو کې، ۲۵ عملیات کړي او د دې عملیاتو په نتيجه کې يې د مخدره موادو ۲۵ تنه خرڅوونکي او قاچاق کوونکي نيولي دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، له دې کسانو سره‌يې ۱۳ کېلو ګرامه تاریاک، ۳۹۶ ګرامه هیروئین، ۴۷ ګرامه شیشه او ۱۶ تابلېټ «کا» ګولۍ نيولې دي.