په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د پولیو ۲ واکسین کوونکي وژل شوي

نامعلومو وسله والو افغان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د پولیو ۲ واکسین کوونکي وژلي او ۳ یې تښتولي دي.

د مومند ایجنسۍ ځايي حکومتي چارواکو د پاکستانډان خبري اژانس ته په سیمه کې د پولیو پر کارکوونکو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي:

"نامعلومو وسله والو د شنبې په ورځ د مومند ایجنسۍ په صافي تحصیل کې د پولیو پر کارکوونکو برید کړی چې په نتیجه کې یې دوه واکسین کوونکي وژلي او ۳ نور یې له ځان سره وړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په ۱۲مه په قبایلي سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې زرګونه قبایلي ماشومان واکسین شي.

د راپورونو له مخې، د مومند ایجنسۍ په صافي تحصیل کې ۷ پولیو ضد واکسین کوونکي پر کمپاین بوخت وو چې وسله والو پرې برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲ مړه او ۳ وتښتول شول او ۲ نور د ایجنسۍ مرکز غلنۍ ته وتښتېدل.

مومند ایجنسي افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې پکې د سختدریځۍ او ترهګرۍ لړۍ روانه ده او ترهګر پکې پر امنیتي ځواکونو، ښوونځیو او نورو دولتي تاسیساتو بریدونه کوي.

که څه هم په قبایلي سیمو او د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د پولیو پر ټیمونو بریدونه نوې خبره نه ده، خو په تېرو څو کلونو کېپه قبایلي سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دا بریدونه کم شوي وو.

په دغو سیمو کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شوي چې ګڼ شمېر پولیو ضد واکسین کارکوونکي پکې وژل شوي چې مسؤلیت یې ډېری وخت تحریک طالبان او نورو وسله والو پر غاړه اخیسته، خو پر پولیو کارکوونکو د تازه برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې اوس هم پکې وسله وال د پولیو ضد واکسین مخه نیسي.