کونړ: ماڼوګي کې بې پیلوټه الوتکې یو داعشي او ۳ ماشومان وژلي

د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو د داعش وسله‎وال او درې ماشومان وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند دریچلام سیمه کې برید کړی چې په‎کې یو داعشي وسله‎وال او درې ماشومان وژل شوي دي.

هغه وايي، دا نه‎ده معلومه چې ماشومان د ټرنینګ له‎پاره دغه وسله‎وال سره وو او که خپلوان يې وو.

تر داعش وسله والې ډلې د یاد برید او مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه‎دي ویلي.