د امریکا د خزانې وزارت پر څه باندې ۱۰ روسي وګړو او د دې هېواد پر یو شمېر موسسو او شرکتونو نوي بندیزونه اعلان کړل.
امریکايي چارواکو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنې او پر متحدایالاتو د روسیې ورانوونکې سایبري حملې د واشنګټن د نویو بندیزونو علتونه بللي دي.
د روسیې پرضد د امریکا په نويو اقداماتو کې چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول، هغه ۱۳ کسان چې په تېره فبروري میاشت کې د امریکا د ځانګړي مفتش رابرټ مولر لهخوا تورن شوي وو، په نښه شوي دي.
روسی سوداګر ایفګیني پریګوژین «Yevgeny Prigozhin» چې ویل کېږي له کرملین سره نژدې اړیکې لري، هم په دې ډله کې شامل دی.
د امریکا په نویو بندیزونو کې د روسیې یو شمېر استخباراتي او امنیتي ادارې هم په نښه شوي دي.