افغان ولسمشر اشرف غني له جېمز مټېس سره په لیدنه کې د سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتېژي لوبه بدلوونکې وبلله او ویېویل دې بدلون په کړکېچ کې ښکېل ټول لوري اړ کړي چې خپلې فرضیې له سره وارزوي.
د ولسمشر په وینا همدې ستراتېژۍ دا فرصت رامنځته کړ چې دوی طالبانو ته د سولې هر اړخیزه طرحه اعلان کړي.
افغان ولسمشر: د امریکا نوې ستراتیژي په سیمه کې وضعیت بدل کړی
ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر ویلي چې د امریکا د دفاع له وزیر سرهیې په ارګ کې د طالبانو سره د سولې د طرحې سربېره، پاکستان سره د دولتونو په سطحه د مذاکراتو، راتلونکو انتخاباتو او نورو مسئلو په اړه هم خبرې کړې دي.
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي ارګ کې د ولسمشر غني او د امریکا د دفاع د وزیر جېمز مټېس د لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دواړو لورو د طالبانو سره د سولې پر پروسې، د پاکستان سره د دولتونو په سطحه پر خبرو اترو، په سیمه او افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې، د نشهيي موادو پر ضد پر مبارزې او د راتلونکو انتخاباتو پر امنیت خبرې وکړې."
ارګ وايي، په دې لیدنه کې د امریکا د دفاع وزیر وویل چې هېواد یې د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو او همدارنګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.
د پنټاګون مشر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په وروستي کنفرانس کې وسلهوالو طالبانو ته د سولې یوه هر اړخیزه طرحه اعلان کړه.
د ولسمشر غني لهخوا وړاندې شوی د سولې پلان که طالبان ومني، نو پرې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو پهشمول دا ډله بالاخره پر یو سیاسي ګوند بدلېږي.
د ارګ په یوې خبرپاڼه کې د امریکا د دفاع د وزیر جېمز مټېس له خولې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د سولې وروستی وړاندیز نهیوازې د امریکا د ملاتړ وړ دی، بلکې ټوله دنیا یې ملاتړ کوي چې عملي کېدلیې په افغانستان کې سوله راوستلی شي.
کابل کې تر ښکته کېدو مخکې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس له ده سره ملګرو خبریالانو ته ویلي و چې دوی د طالبانو له ځینو وړو ډلو یې داسې نښې نېښانې ترلاسه کړي چې د سولې خبرو ته لېوالتیا لري.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې یو شمېر طالب مشرانو د سولې د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی او یا دا چې وسلهوالو طالبانو د څو ولایتونو د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.
خو د سې شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته یوې نږدې سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو سره دا دواړه راپورونه رد کړل او ویېویل، تر اوسه دوی داسې هېڅ ډول غوښتنه نهده کړې او نهیې ځايي مشرانو د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.
دې سرچینې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د ولسمشر اشرف غني لهخوا د سولې په وروستي وړاندیز هم غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.
خو جېمز مټېس پرون په کابل کې خبریالانو ته د امریکا هغه دریځ تکرار کړ چې وايي، د سولې مشري او مالکیت د افغانانو دی او امریکا به له وسلهوالو طالبانو سره مستقیمې خبرې ونهکړي.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، دوی غواړي څو طالبان قانع شي چې دوی د جګړې په ډګر کې بریا ته نهشي رسېدلی چې د مټېس په باور دا کار به دوی پخلاینې ته رامات کړي.
نوموړي وویل:
"امریکا په افغانستان کې بریالیتوب غواړي، دا بریالیتوب په نظامي بریالیتوب نهوي، بلکې د سیاسي روغې جوړې پر مټ ترلاسه شوی بریالیتوب به وي."