له نړیوالې انټرنیټي شبکې د احتمالي لوېدو په اړه د روسیې غبرګون

که لوېدیځ روسیې ته د سزا ورکولو د هڅو په ترڅ کې دا هېواد له نړیوالې انټرنیټي شبکې څخه وشلوي، دوی دې کار ته تیاری لري.

دا خبره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین یوه لوړپوړي سلاکار کړې ده.

د پوتین د انټرنیټي چارو سلاکار ګیرمن کلیمینکو له دولتي ټلویزیون ان ټي وي سره په مرکه کې چې نن سې شنبه خپره شوې، ویلي چې تاسو کولای شئ چې یوازې بټنه کېکاږئ او یو هېواد له شبکې بهر کړئ، خو له تخینکي پلوه هم موږ چمتو یوو چې هر ډول اقدام وکړو.

روسیه په دې وروستیو کې په یو شمېر هېوادونو کې پر سایبري حملو او پټو انټرنیټي عملیاتو تورنه شوې ده.

متحده ایالاتو هم د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه یو ځانګړی مفتش ګمارلی دی.

کلیمنکو پخوا هم خبرداری ورکړی و چې ښایي یو شمېر لوېدیځ هېوادونه هڅه وکړي چې روسیه په بشپړډول له انټرنیټه اوباسي چې مسکو باید دې کار ته تیاری ولري.

هغه ان ټي وي ټلویزیون ته ویلي چې روسیه ځکه چمتو ده چې روسي چارواکو له مخکې د روسیې د انټرنيټ یوځانګړی دفاعي سیستم جوړ کړی او دا هېواد هم د لټون، ټولنیزو شبکو او د اعلاناتو ځانګړی عملیاتي سیستم لري.