په بلخ ولایت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسؤلین وايي چې شمال او شمال ختیځ کې د شته ناامنیو له امله څه باندې څلور زره کورنۍ بلخ ولایت ته رابېځایه شوي دي.
په بلخ کې د مهاجرینو د ریاست مشر عبدالصبور قادري ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت ته د بېځایه شویو ګڼ شمېر کورنۍ تر خیمو لاندې او یا هم پرته له سرپناه د ژوند شپې سبا کوي.
ښاغلي قادري وویل:
"د بېځایه شویو خلک ډېری سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته مربوط کېږي او له نورو شمال او شمال ختیځ ولایتونو څخه هم بلخ ته زرګونه کورنۍ د نا امنۍ له امله بېځایه شوي. په مجموعي ډول بلخ کې د داخلي بېځایه شویو شمېر ۴ زره کورنیو ته رسیږي."
د بلخ د کډوالو چارو ریاست وايي چې دې ولایت کې د نا امنۍ له امله مېشت بېځایه شوي کورنۍ په خپلو سیمو د امنیت تر تأمینېدو وروسته خپلو ولایتونو ته ځي.
د بلخ د مهاجرینو مشر عبدالصبور قادري وايي چې په بېځایه شویو کورنیو کې داسې کسان هم موجود دي چې په خپلو اصلي سیمو کې یې د دوامدارې ناامنۍ له امله پړېکړه کړې چې په بلخ کې مېشت شي.
په سرپل کې د نا امنۍ له امله بلخ ته یو راغلی کډوال هجرت یې په اړه وايي:
"زه د صیاد له ولسوالۍ یم، چېرې چې طالبان، داعش او نورې ترورېستي ډلې وسلهوال فعالیت لري. د دولت ضد دې وسلهوالو ډلو خلک په تنګ کړي او دې ته یې مجبوروي چې خپلې اصلي سیمې پرېږدي. موږ په سرپل ولایت کې د نا امنۍ له امله بلخ ته بېځایه شوي یو، خو دلته مو هم څوک پوښتنه نهکوي."
جبار د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې د نا امنۍ له امله د بلخ یکهتوت سیمې ته بېځایه شوی دی هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وايي چې د نا امنۍ له امله د یوه بېځایه شوي په توګه ورته هېڅ ډول مرسته نهده شوې.
سره لهدې چې د نا امنۍ له امله بېځایه شوي کډوالو په بلخ کې د دولتي مسؤلو ادارو لهخوا د مرستو د نه ترلاسه کولو څخه شکایت لري، خو د بلخ د کډوالو اداره وايي چې هڅه کوي یادو کورنیو ته د دایمي سرپناه د لرلو زمینه مساعده کړي.
راپور: مجیب الرحمن حبیبزی- بلخ