چارواکي: د غزني لاریون کوونکو لا هم د کابل ـ کندهار لویه لاره تړلې

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې لاهم لاریون کوونکو د کابل ـ کندهار لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن یکشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د لاریون کوونکو شمېر زرګونه کسانو ته رسېږي چې د ولایت مقام مخې ته یې هم خیمې وهلي دي.

نوموړی وايي چې د لارې په تړل کېدو سره لسګونه خلک په لاره کې بندپاتې دي او په لکونو افغانیو زیان هم خلکو ته اوښتی دی.

بل خوا بیا لاریون کوونکي وايي، ترهغو به لاره خلاصه نه کړي څو چې غوښتنې يې نه وي منل شوي.