رپوټونه وايي، په پاکستان کې د سنا د مجلس لپاره په پرونیو ټاکنو کې د «مسلملیګ نواز» ګوند زیاتې څوکۍ خپلې کړي دي.
د پاکستان د څلورو ایالتونو، پنجاپ، سند، خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبايي اسامبلیو او د هغه هېواد سنا ته له ۱۳۰ کاندیدانو يې ۵۲ غوره کړل.
د ازادي راډیو د مشال څانګې د معلوماتو پر اساس، په پاکستان کې د حاکم ګوند، مسلملیګ نون «مسلملیګ نواز» کانديدانو د سنا له ۵۲ څوکیو ۱۵ ګټلې دي.
د پاکستان د خلکو ګوند «پاکستان پيپلز پارټي» یوازې ۱۲ څوکۍ ګټلي او پر سنا یې خپل اقتدار بایللی دی.
د پښتونخوا له ملي عوامي ګونده ۳، د جماعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې ۲، د نېشنل ګوند ۲، د متحده قومي حرکت یو او د مسلملیګ فنکشنل يو تن سنا ته غوره شوی دی.
په پرونیو انتخاباتو کې ۱۱ ازاد کاندیدان هم سنا ته غوره شوي دي.
د «مسلملیګ نواز» ګوند چارواکو هیله څرګنده کړې چې هغه کاندیدان به چې تر ازاد بیرغ لاندې کامیاب شوي، له «مسلملیګ نواز» سره خپل اتحاد اعلان کړي.
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د برخې ویاندې، پلوشې عباس پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د سنا ټاکنې په هغه هېواد کې د ډیموکراټیکو بهیرونو دوام څرګندوي او په پاکستان کې د بېلابېلو ګوندونو ترمنځ د یووالي له ټینګښت سره مرسته کولای شي.
پلوشې عباس زیاته کړه:
"دا په خپل ذات کې د ډيموکراسۍ لپاره یوه مهم ګام دی، دا مهمه ده چې په پاکستان کې په ښه ډول او ارامه فضا کې د را روانو شپږ کلونو لپاره سناتوران وټاکل شول. دا مهمه وه چې خلکو خپله رأيه په خپل وخت او په ازادۍ استعمال کړه."
پلوشې عباس زیاته کړه چې په ټاکنو کې د «مسلملیګ نواز» ګوند بری څرګندوي چې لا هم په پاکستان کې زیات سیاسي قوت لري او د یوه پیاوړي سیاسي ګوند په توګه مطرح دي.
د پاکستان د پخواني صدراعظم، نواز شریف لور مریم نواز پرون شنبې پر ټوېټر ولیکل:
"مسلملیګ نواز اوس، په سنا کې هم یوازنی لوی ګوند دی."
د شریف ورو، شهباز شریف د پاکستان خلکو ته پر ټوېټر د خپل ګوند د بري مبارکي وویله.
په اسلاماباد کې خبریال، نوید صدیقي د ازادي راډیو مشال څانګې سره په ټلیفوني مرکه کې د پاکستان په پارلماني نظام کې د سنا د اهمیت په اړه وویل:
"کله چې قوانین جوړېږي، باید حتماً د سنا له لوري تأييد شي. د قوانینو د جوړېدو لپاره د سنا او قومي اسامبلۍ رأیې لازم او ملزوم دي."
له اسلاماباده د پاکستان سنا ته د «مسلملیګ نواز» ګوند بریالي کاندید، مشاهد حسین سید رسنیو ته ویلي:
"بری څرګندوي چې رأیې ورکوونکي د نواز شریف پر سیاسي نظر اعتبار لري."
د پاکستان سترې محکمې تېرکال، نواز شریف د اداري فساد د تورونو له امله له کاره لېرې کړ.