په افغانستان کې د افغان-ترک ښوونځیو مدیریت د ترکیې دولت ترلاسه کړ

له ډېرو بحثونو او جنجالونو وروسته، بالاخره په افغانستان کې د افغان-ترک د ښوونځیو مدیریت، د ترکیې دولت ترلاسه کړ.

د افغانستان او د ترکیې د پوهنې وزیرانو د دوشنبې په ورځ یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې د ترکیې د چاغ ایجوکېشن د مؤسسې د ښوونځیو مدیریت، د ترکیې د پوهنې بنیاد ته ولېږدېد.

د افغانستان د پوهنې د وزارت سرپرست ابراهیم شینواری وايي، د دغو ښوونځیو د مدیریت د لېږد هدف، د یادو ښوونځیو د کمیت او کیفیت لوړوالی دی.

د افغانستان د پوهنې د وزارت سرپرست ابراهیم شینواری

ښاغلي شینواري وویل:

"دغه تصمیم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي ګټو او د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو د ارزښت په پام کې نیولو سره، د زده‌کړو د کیفیت د ښه‌والي لپاره نیول شوی، د دغې پروسې لېږد یو نارمل پړاو دی او ټول اسناد، وسایل او تأسیسات به د دغه تفاهم‌لیک پر اساس، د ترکیې د پوهنې بنسټ ته انتقال شي."

ښاغلی شینواری وايي، د دغه تفاهم‌لیک له مخې به په افغانستان کې د افغان-ترک د ښوونځیو شمېر ۲۸ او د زده‌کوونکو به‌یې ۱۸۰۰۰ ته لوړ شي.

افغان-ترک اوس د هېواد په اوو لویو ښارونو کې ۱۴ ښوونځي لري چې ۸۰۰۰ زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي.

دغه ښوونځي د نړۍ په شااوخوا ۵۰ هېوادونو کې څانګې لري او ویل کېږي چې د امریکا د یوه تبعه، ترکي نژاد فتح‌الله ګولېن له‌خوا اداره کېږي.

پخوا تر دې، د دغو ښوونځیو د بندېدو او یا د دوی د مدیریت د انتقال د راپورونو پر وړاندې، د افغان-ترک د ښوونځیو د زده‌کوونکو کورنیو غبرګونونه ښودلي دي.

د روان لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په وروستیو کې د افغان-ترک د ښوونځیو د زده‌کوونکو د کورنیو د کمېټې غړو ادعا وکړه چې د ملي امنیت یو شمېر سرتېري پرته له اجازې، د کابل ښار په تایمني سیمه کې د افغان-ترک یوه ښوونځي ته ننوتي او د ښوونځي ۴ استادان‌یې نیولي دي.

امنیتي منابعو ویلي چې دغه استادان د یو لړ شکونو پر اساس نیول شوي وو، خو بېرته خوشې شوي دي.

دا هم ویل کېږی چې د نیول شویو دوه کسان اوس په توقیف کې دي.

د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت یولماز چې کابل ته راغلی، د پوهنې وزارت له سرپرست سره‌یې په یوې ناسته کې وویل، د ترکیې د پوهنې وزارت ته د افغان-ترک د ښوونځیو د مدیریت لېږد، د دوی د غوښتنو له مخې شوی دی.

ښاغلي یولماز وویل، هر هغه څوک چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه تل‌پاتې دوستي له‌منځه وړل غواړي، له دغو ښوونځیو به وایستل شي.

د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت یولماز

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د ترکیې د دولت په توګه، د افغانستان له دولته غوښتي وو چې د افغان-ترک ښوونځي د افغانستان او ترکیې مدیریت ته ولېږدوي، له دغه کار سره به د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ شي او هغه اشخاص چې غواړي له افغانستان سره دغه تل‌پاتې دوستي له‌منځه یوسي، له ښوونځیو به وایستل شي."

د ترکیې د پوهنې وزیر د دغو ښوونځیو د زده‌کوونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د یادو ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې به بدلون رانه‌شي او په پام کې ده چې د یو شمېر شهیدو کورنیو غړي په‌کې هم شامل کړي.

ښاغلی یولماز وايي، د دغو ښوونځیو تکړه زده‌کوونکو ته به په ترکیه کې د تحصیل اسانتیاوې هم برابرې کړي.

خو د افغان-ترک د ښوونځیو د زده‌کوونکو د کورنیو د کمېټې ځیني غړي د دغو ښوونځیو د مدیریت پر انتقال انتقاد کوي.

د دغې کمېټې یوه غړي عبدالشکور دادرس ازادي راډیو ته وویل، دغه اقدام د افغانستان د نافذو قوانینو خلاف دی او دوی به‌یې ونه‌مني.

راپور: خان محمد سیند