په فراه ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو د تحرکاتو او حملو په اړه اندېښنې

د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، په دغه ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو وروستیو تحرکاتو او حملو خلک اندېښمن کړي دي.

د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، په دغه ولایت کې جنګېدونکي وسله‌وال مخالفين په شپه‌لید دوربین او لیزري پرمختللو وسلو سمبال دي چې په دې وروستیو کې یې خپلو حملو ته زور ورکړی.

د دغې شورا غړي دادالله قانع د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، حکومت دې په دغه ولایت کې د وسله‌والو مخالفينو پر ضد پراخ تصفيوي عملیات وکړي.

نوموړي وویل:

"موږ له مرکزي حکومته غوښتنه کوو چې فراه ته دې پام وکړي او په دغه ولایت کې دې د امنیت د تأمین په هدف، پراخ پوځي عملیات ترسره کړي، څو نا امنه سیمې د دولت تر کنټرول لاندې راشي."

ښاغلی قانع وايي، له یو کال راهیسې په جنوب لوېدیځ کې د مخدره موادو قاچاق، ملي عوایدو ته د وسله‌والو مخالفينو لاسرسی او په دولتي ادارو کې د پراخ فساد شتون د جګړې د زیاتوالي عمده عوامل دي.

فراه د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې له ایران سره ۲۹۰ کېلو متره اوږده پوله لري چې له تېر کال راهیسې وسله‌والو مخالفينو پر حکومتي تأسیساتو خپلې حملې زیاتې کړې دي.

څه موده مخکې د فراه سیمه‌ییزو چارواکو ادعا کړې وه، هغه وسله‌وال چې په دغه ولایت کې جنګېږي، ایران ته تګ راتګ کوي او هلته ورته د اوسېدو زمینې برابرې شوې دي.

بل‌خوا د فراه سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دې سربېره په دې وروستیو کې د ګاونډیو ولایتونو یو شمېر طالبان دغه ولایت ته راغلي، د فراه له طالبانو سره یوځای شوي او حملې کوي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د هلمند، غور او بادغیس ولایتونو او هم د شینډنډ ولسوالۍ هغه طالبان چې په خپلو سیمو کې ورته د جګړې زمینه نه‌ده مساعده، فراه ته راغلي، د دغه ولایت له طالبانو سره یوځای یې په فراه کې خپل تحرکات څو چنده زیات کړي، دوی په ځینو ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو باندې حملې کوي."

دفاع وزارت په فراه ولایت کې د دښمن تحرکات تأییدوي، خو وايي چې د اوس لپاره‌یې جدي خطر نه‌دی رامنځته کړی او پر ضد یې عملیات روان دي.

دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل:

"په فراه کې د دښمن تحرکات تأییدوو، دغه ولایت کې یوه پلې لوا او د کمانډو قطعات شته، په فراه کې عملیات روان دي چې دښمن ته‌یې زیات تلفات اړولي دي، امنیتي ستونزې شته، خو دومره نه چې ناوړه عواقب له ځان سره ولري."

د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د شنبې په ورځ په فراه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوسته د وسله‌والو مخالفینو په حمله کې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي دي.

ښاغلی وزیري وايي چې دا مهال په ۱۴ ولایتونو کې پلان شوي تصفیوي عملیات روان دي او د نوموړي په خبره، له دې سره په خوا کې ساحوي قول اردوګانې هم له پلانونو سره سم په نا امنه ځایونو کې عملیات پر مخ وړي.

د دولت وزیري په خبره، په دغو عملیاتو کې په کندهار، لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو او په درزاب ولسوالۍ کې وسله‌والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتي دي.

راپور: رحمت‌الله افغان