د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

شب بینه عینکو ته د طالبانو د لاس رسي په اړه د نیوزویک مقاله


  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې د افغانستان په لویدیځ کې شب بینو عینکو ته د طالبانو د لاس رسي په اړه مقاله لیکلې ده.

دې مجلې لیکلي چې وسله والو طالبانو له همدې ټکنالوژۍ په استفادې د سې شنبې په شپه په فراه ولایت کې د افغان پوځيانو په درېیو پوستو بریدونه وکړل.

په دې برید کې د افغان چارواکو په خبره لږ تر لږه ۲۰ پولیس افسر وژل شوي دي.

د نیوزویک مجلې په خبره وسله وال طالبان دا شب بینه عینکې له ازاد بازار اخلي.

افغان چارواکو ویلي چې دا عینکې د روسیې ساخت دي، خو د روسانو په لاس طالبانو ته نه دي ورکړل شوي.

نیوزویک استدلال کوي چې طالبانو به شب بینه عینکې له پاکستانه چېرته چې د پاکستاني طالبانو تحریک په کې فعال حضور لري، پېرلي وي.

دا خبره افغان چارواکو منلې ده چې وسله وال طالبان د شپې د دید له ټکنالوژۍ استفاده کوي، ځکه د دې ډلې له مړیو سره شب بینه عینکې پیدا شوي دي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان له پولي هاخوا پام کړی او یوه مقاله یې لیکلې ده.

دې ورځپاڼې لیکلي چې سعودي عربستان د امریکا د هغو هڅو مخه نیولې چې غواړي پاکستان د نړیوال ترورېزم د تمویلونکو هېوادونو په مالي لېسټ کې شامل کړي.

امریکا باوري ده چې پاکستان ترورېستانو ته د مالي مرستو په مخنیوي کې لازمه همکاري نه ده کړې.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یو شمېر مقاماتو په حواله لیکلي چې سعودي عربستان اوس له ترکیې او چین سره یو ځای شوی او د امریکا د هڅو مخه نیسي، څو پاکستان د نړیوال ترورېزم د تمویلونکو هېوادونو په لېسټ کې شامل نه کړي.

چارواکو ویلي چې د نړیوالو مالي چارو د څار یو شمېر غړیو د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې په یوه غونډه کې د امریکا پرېکړه ونه منله.

دوو لوړپوړو پاکستاني ډپلوماټانو چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي ویلي چې د ترورېزم د تمویلونکو د څار په لېسټ کې د پاکستان د شاملولو په برخه کې د امریکا هڅه درې میاشتې ځنډېدلې ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې سعودي د امریکا نېږدې ملګری دی، خو د تمې خلاف یې د ترورېزم د تمویلونکو په څار لېسټ کې د پاکستان د شاملولو پر ضد رأیه ورکړه.

ورځپاڼې لیکلي، د سعودي رأیه برخلیک ټاکونکې وه.

د ورځپاڼې په لیکنه په دې هڅه کې امریکا متحده ایالتونه، فرانسه، جرمني او څو نور هېوادونه موافق دي او ملاتړ یې ترې کړی دی.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې دا هم لیکلي چې اسلام اباد ډېره هڅه وکړه، څو د مالي چارو په برخه کې د څار ډلې د غړیو هېوادونو ملاتړ جلب کړي او همداسې وشول.

د ناټو غړې ترکیه، له چین او عربستان سره په ګډه د پاکستان د ملاتړیو په توګه د دغه هېواد تر څنګ ودرېدل.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG