جنوبي کوريا وايي، هيلهمنده ده چې د شمالي کوريا او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ «رغوونکې» خبرې ممکنې دي.
تر دې يوه ورځ مخکې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه-ائن ويلي وو چې شمالي کوريا داسې اشارې ورکړي چې له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتووالى لري.
د جنوبي کوريا يوه حکومتي وياند بايک تايو هيون نن وويل:
"هيلهمند يو چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ به د يوه مناسب فرصت له لارې رغوونکې خبرې پيل شي."
په جنوبي کوريا کې د المپيک د ژمنيو مسابقو د پاى د مراسمو په درشل کې ولسمشر مون د شمالي کوريا د المپيک له هيئت سره چې مشري يې جنرال کيم يونګ چول کوله، وکتل.
د يونهاپ خبري اژانس د راپور په حواله، جنرال کېم په دې جلسه کې وويل چې پيونګ يانګ په کافي اندازه لېوالتيا لري چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ ډيالوګ وشي.
په همدې حال کې سپينې ماڼۍ پرون وويل، انتظار به وکړي او وبه ګوري چې د مذاکرو لپاره د شمالي کوريا دا اشاره د بېوسلې کېدو په برخه کې د شمالي کوريا څومره جديت ښيي؟