ازبکستان به د روسیې، چین، د امریکا د متحد ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان د امنیت او سولې لپاره د یو نړیوال کنفرانس کوربه شي.
تمه ده چې دا غونډه د مارچ په شپږ ویشتمه په تاشکند کې جوړه شي.
د روسي اژانسونو په وینا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تر لیدنې وروسته وویل چې یو شمېر هېوادونو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او په دې ناسته کې به روسیه، چین او د امریکا متحد ایالتونه د نړیوالو قدرتونو په استازیتوب برخه واخلي، پاکستان، ایران او هند به د سیمه ییزو په استازیتوب ګډون پکې وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې سعودي عربستان، متحد عربي اماراتو او ترکیې ته هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلنلیک استول شوی.
د کاملوف په وینا په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د استازیو هم هرکلی کېږي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د روان مېلادي کال په پیل کې د دې کنفرانس د جوړېدو وړاندیز کړی و.
د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د تاشکند په غونډه کې به د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازي هم برخه اخلي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د یوه ګاونډي په توګه تاشکند د افغانستان ناامنیو ته اندېښنه لري.
بل لور ته ټاکل شوې ده چې د روانه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لسګونو هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي غونډه وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د چهارشنبې په ورځ به د کابل پروسې په ناسته کې به د وړاندې کېدونکې طرحې اساسي تمرکز د سولې د عملي اقداماتو په اړه وي.
د دغې شورا یوه غړي حاجي دین محمد ازادي راډيو ته وویل:
"سره له دې چې تردې وړاندې پر یوه اجماع کار شوی، خو په دې نوې طرحه کې عملي اقدامات په پام کې نیول شوي، په دې هم بحث کېږي چې د سولې پروسه باید څه ډول مخته لاړه شي، راتلونکي پلانونه څه وي، په دې تړاو زموږ خبرې روانې دي او په نتیجه کې به یو جامع طرحه ترتیب شي."
یوشمېر افغان کارپوهان د کابل پروسې په ناسته کې وړاندې کېدونکې طرحې ته خوشبینه دي.
د چارو كار پوه مطيع الله خروټی وايي، دا طرحه به د سولې عملي هلو ځلو ته لار پرانیزي.