«FATF»سازمان د پاکستان په اړه خپل موقف تغیر کړ

په پاکستان کې سرچینې وايي، په نړۍ کې د تورو او غیر قانوني پېسو پر جریان د څارنې نړیوالې ادارې، فایننشل اکشن ټاسک فورس پرېکړه کړې چې پاکستان یو وار بیا د تروریستي ډلو د تمویل په ارتباط، د مشکوکو هېوادونو په "خړ" لېست کې شامل کړي.

فایننشل اکشن ټاسک فورس اداره په ۱۹۸۹مېلادي کال کې جوړه شوې او هدف يې په نړۍ کې د تورو پیسو د جریان او د تروریستي ډلو د مالي سرچینو بندول او همدا راز، د ډله ییزې وژنې د وسلو د پراختیا او نړیوال مالي سیسټم ته د تروریستي ډلو له لوري د ممکنو ګواښونو مخنیوی دی.

فایننشل اکشن ټاسک فورس نړیواله اداره یوازې پالیسي جوړوي او د مسئولو حکومتونو د فعالیتونو څارنه کوي څو د تورو پیسو د سپینولو او له نړیوال مالي سیسټمه د ناوړه استفادې مخنیوی وشي.

د پاکستان د دولت یوه لوړرتبه چارواکي او یوه ډیپلوماټ پرون جمعه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د فایننشل اکشن ټاسک فورس غړي پردې پرېکړه سلا شوي دي.

د رویټرز په حواله، دا اقدام به د پاکستان اقتصاد او بانکي سیسټم ته سخته ضربه ورکړي او له واشنګټن سره د اسلام اباد نازک روابط به لا خراب کړي.

رویټرز لیکلي، له تروریستانود مالي ملاتړ له امله د مشکوکو هېوادونو په کتار کې د پاکستان شاملېدل، د واشنګټن د هغې پراخې ستراتیژۍ برخه ده چې هدف یې له هغو تروریستي ډلو سره چې د پاکستان له خاورې په هند او افغانستان کې حملې کوي، د اسلام اباد د ملاتړ ختمول دي.

یوه پاکستاني چارواکي او یوه ډیپلوماټ چې د مسئلې د حساسیت له امله، د دواړو هویت پټ ساتل شوی، رویټرز ته ویلي چې فایننشل اکشن ټاسک فورس نړیواله اداره سږ دوبی، د جون په میاشت کې غونډه لري او رسماً به پاکستان تر څارنې لاندې اعلان شي.

پاکستان مخکې هم، د فایننشل اکشن ټاسک فورس ادارې درې کاله د مشکوکو هېوادونو په لېست کې ثبت کړی و او په ۲۰۱۵مېلادي کال کې ور څخه ووت.

د پاکستان حکومت، د دې لپاره چې یو وار بیا د مشکوکو هېوادونو په لېست کې ونه ګڼل شي، د فبرورۍ پر ۱۴مه اعلان وکړ چې د حافظ سعید دوې ادارې، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فونډېشن تر خپل کنټرول لاندې کوي او شتمنۍ یې کنګل کوي.

حافظ سعید هغه څوک دی چې د هند په ممبی ښار کې په ۲۰۰۸ مېلادي کال کې په تروریستي حمله کې چې ۱۶۶تنه په کې ووژل شول، په لاس درلودلو تورن دی.

حافظ محمد سعید

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل، د فبرورۍ پر ۱۵په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د فایننشل اکشن ټاسک فورس ادارې له لوري د مشکوکو هېوادونو په ګڼه کې راتلل به د پاکستان اقتصادي وده کمزورې کړي.

د پاکستان حکومت له نړیوالو غوښتنه کړې وه چې وخت ورکړي، د ځينې رپوټونو په حواله، پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی و.

خو رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې د فایننشل اکشن ټاسک فورس غړو هېوادونو د پاکستان د تمې خلاف پرېکړه کړې ده.

د چین، ترکیې او د خلیج د همکارۍ شورا غړیو چې سعودي عربستان یې مشري کوي، تېره اوونۍ د پاکستان په برخه کې له داسې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی و، خو هغو پټو سرچینو چې رویټرز خبري اژانس خبرې ورسره کړي، ویلي چې د چین حکومت او د خلیج شورا غړي دولتونه د پاکستان له ملاتړه تېر شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د حکومت رسمي سرچینو د رویټرز خبري اژانس د دې، نوي رپوټ په ارتباط غبرګون نه دی څرګند کړی.

د پالیسۍ جوړولو په دې نړیواله اداره کې ۳۵هېوادونه او د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون، ګڼ شمېر نړیوالې مالي ادارې او بانکونه غړیتوب لري.

چین د فایننشل اکشن ټاسک فورس نړیوالې ادارې غړی دی.

اسرائیل، سعودي عربستان او د خلیج د همکارۍ شورا یې څارونکي دي.

د فایننشل اکشن ټاسک فورس پرېکړه کونکی پلاوی، په کال کې درې غونډې کوي.

د هغوی راتلونکې غونډه د جون په میاشت کې ده.