ټرمپ وړاندیز وکړ چې ښوونکو ته وسلې توزیع شي
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا ولسمشر وړاندیز وکړ چې په ښوونځيو کې دې د زده کوونکو د ژغورنې لپاره ښوونکو ته وسلې توزیع شي. ډانالډ ټرمپ دا خبره د چهارشبنې په ورځ د پارکلنډ ښار د داګلس ښوونځي له زده کوونکو او د هغوی له پلرونو او میندو سره د کتنې پر مهال وکړه.
تیره اونۍ په دغه ښوونځي کې یوه پخواني زده کوونکي ۱۷ تنه ووژل.