د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په ریاض کې د سعودي عربستان د څارګرې ادارې له مسؤلینو سره کتلي دي.
د ملي امنیت شورا دفتر وايي، محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد د څارګرې ادارې له مسؤلینو سره هم کتلي او پر یو شمېر مهمو سیاسي مسایلو هوکړې ته سره رسېدلي دي.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادر شاه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۱» ازادي راډيو ته وویل په دې ليدنه کې چې د سې شنبې په ورځ تر سره شوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اطلاعاتي اړیکو د پراختیا، ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د افغان سولې په اړه خبرې شوې دي.
قادر شاه
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سعودي عربستان د څارګرې ادارې له مشرانو او مسؤلینو سره وکتل او په دې کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اطلاعاتي همکاریو پر بهترۍ خبرې وشوې چې دواړه هېوادونه به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په هدف د پام وړ اطلاعاتو په شریکولو کې بهتري رامنځته کوي."
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د دې هېواد د شهزاده په بلنه تللی تېره ورځ ناوختهيې په ریاض کې د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
راپورونه وايي چې په دې لیدنه کې د سولې پر لارو چارو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو، او په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو او سوداګرو لپاره د پانګې اچولو د اسانتیاوو په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې شوې دي.
ټاکل شوې چې نوموړی به د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري.
په امنیتي، سیاسي او د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ تر څنګ د اسلامي هېوادونو د اجماع په جوړولو کې د سعودي عربستان د مرستې جلبول عربستان ته د ښاغلي اتمر د سفر عمده موخې ګڼل کېږي.
سعودي عربستان هغه اسلامي هېواد دی چې د ډېرو په باور کولای شي افغانستان سره د سولې او امنیت د ټینګښت تر څنګ په اقتصادي برخه کې هم همکاري وکړي.
سعودي عربستان
تر دې وړاندې افغان چارواکو له پاکستان سره د سعودي عربستان ښو اړیکو او پر وسلهوالو طالبانو یې نفوذ ته په پام سره هیله ښودلې وه چې ریاض د سولې په برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان پر پاکستان د سعودي عربستان اغېز ته په کتو هیله ښیي چې یاد هېواد به د افغان سولې په برخه کې خپل مهم رول ولوبوي.
د سیاسي چارو افغان کارپوه حکمتالله حکمت وویل:
"سعوي عربستان ډېر زیات تأثیرګزاره هېواد دی هم په پاکستان او هم له افغانانو سره په اړیکو کې، خو تر ډېرې کچې دا په ښاغلي اتمر او هغه پلاوي پورې چې دې هېواد ته تللي دي اړه لري چې سعودي لوري ته قناعت ورکړي چې هغوی د افغانستان په قضیه کې په جدي ډول پر پاکستان عملي فشار راولي، ترڅو دا هېواد اړ کړي چې هغه قوتونه چې دوی پرې تأثیر لري هغه د سولې د مذاکراتو مېز ته کېنوي."
ښاغلی حکمت وايي، که سعودي عربستان د امریکا د متحده ایالاتو په څېر پر پاکستان فشارونه راوړي، نو دا هېواد به د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي.
که څه هم تر دې دمه له افغانستان سره د سعودي عربستان مرستې د پام وړ نهدي، خو ښايي دغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سفر هیله بخښونکی وي.
راپور: اکرامالله اکرام