ډایکندي کې یوې ټرافیکې پېښې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.
چارواکي وايي، د ډایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د پولیسو یو موټر له سړکه اوښتی چې پر مهالیې یو پولیس افسر وژل شوی او درې نور ټپیان شوي.
د ډایکندي د والي ویاند علي اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل، پېښه تېره ورځ ناوخته د یادې ولسوالۍ د «ورسیل کوتل» په سیمه کې شوې ده.
پېښه داسې مهال شوې چې یادو پولیسو خپله امنیتي پوسته له یوې سیمې بلې ته لېږدوله.
په ګاونډي ولایت غزني کې بیا تېره شپه یو افغان پولیس هغه مهال وژل شوی چې په «دهیک» ولسوالۍ کې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د غزني د والي ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې د وسلهوالو په دې برید کې دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي هم دي.
نوموړی وايي، وسلهوالو طالبانو ته هم په دې نښته کې مرګ ژوبله اوښتې، خو د هغوی د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه دقیق معلومات نهلري.