احساس: د کابل د امنیې قوماندانۍ لپاره ۹۳ نوي افسران ګمارل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د امنیتي حوزو د امرانو په ګډون، د کابل د امنیې قوماندانۍ د اړوندو جزوتامونو لپاره د ۹۳ تنو جګپوړو افسرانو د ټاکنې خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د لوی امنیتي معینیت لومړي مرستیال او د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست لوی پاسوال محمد سالم احساس ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو د دندو د نوبتي کولو د پلان له مخې د ټولو امنیتي حوزو امران او اداري مرستیالان او د جنايي، کشف او سیمه ییز کنټرول مدیران بدلېږي.

ښاغلي احساس وویل چې د اصلاحاتو لړۍ به روانه وي او زیاته یې کړه:

"د پولیسو په لیکو کې د کدري اصلاحاتو په خاطر چې د کابل د امنیتي پلان د طرحې یوه برخه ده، په لومړي پړاو کې په کابل کې دا پلان تطبیق شو او دا لړۍ به دوام لري."

ښاغلي احساس یادونه وکړه چې نوي کسان د وړتیا له مخې، د کورنیوچارو وزارت له خوا د ازموینې د پروسې له تېرولو وروسته، پر نویو دندو ګومارل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني د کابل نوی امنیتي پلان وروسته له هغه تأیید کړ چې په کابل کې د خونړیو حملو په لړۍ کې لسګونه ملکي افغانان مړه او ټپیان شول.