ټېلرسن د داعش د له‌منځه وړلو لپاره د ائتلاف له غړو ژمنه وغوښته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په وړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له غړو وغوښتل چې په بشپړه توګه د دغې ډلې د سخت دریځو د له‌منځه وړلو لپاره ژمنه وکړي.

ټېلرسن نن سې شنبه په کوېټ کې د دغه ائتلاف غړو ته په غونډه کې وویل چې د سترو پوځي عملیاتو پای ته رسېدل دا معنی نه‌لري چې په بشپړه توګه د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره خپل هدف ته رسېدلي یوو.

ټېلرسن وویل، داعش په عراق او سوریه کې تر خپل کنټرول لاندې ډېرې سیمې له لاسه ورکړي، خو زیاته‌یې کړه چې دغه ډله تر اوسه سیمې، زموږ هېوادونو او د نړۍ نورو برخو ته جدي ګواښ بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په داسې حال کې چې داعش په عراق او سوریه کې هڅه کوي چې پر یوې یاغي ډلې ځان بدل کړي، په نورو ځایونو، لکه افغانستان، فیلیپین، لیبیا او لوېدیځه افریقا کې د خوندي ځایونو د یقیني کولو لټه کوي.

په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر ضد ائتلاف کې چې په ۲۰۱۴ کال کې تأسیس شوی، څه باندې ۷۰ هېوادونه‌یې غړیتوب لري.