د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژر به د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د زرګونو کارکوونکو د ګمارنې لړۍ پېل شي.
دغه کمېسيون وايي، تر يوې بلې اوونۍ پورې به د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د شااوخوا ۴۰ زرو کارکوونکو د ګمارنې لړۍ پېل شي.
د دغه کمېسیون اداري مرستیال معاذ الله دولتي د يکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بهیر د پیلېدو لپاره ټولې چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي وویل:
"تیارۍ نیول شوې دي چې له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو کسان وګمارل شي، د دوی کاري لایحې او نور طرزالعملونه اماده شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر دغه کسان وګمارل شي، څو په ټول هېواد کې د نوم لیکنې بهیر پیل کړي."
ښاغلی دولتي وايي، د يادو کسانو د ګمارنې لړۍ به تر يوې میاشتې پورې بشپړه او له هغه وروسته به د دوی د روزنې لړۍ پیل شي.
د ده په خبره، د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر به د راتلونکي کال د حمل د میاشتې په اوږدو کې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون نوي رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد څو ورځې وړاندې وویل، ممکن د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په خپل وخت ترسره نه شي.
ښاغلي صیاد د روان کال د سلواغې د میاشتې په ۱۵ مه په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې په کمېسیون کې بېلابېلې اداري ستونزې، د پخواني رئیس له کاره ګوښه کول، د نوي کميشنر د ټاکلو لپاره په ځنډ سره اقدام او یو شمېر نورې ستونزې د انتخاباتو د ممکنه ځنډ لامل ګرځېدلي دي.
له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلوونکي ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان ۱۶مه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې وه.
بل خوا د افغانستان له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه د شفافو انتخاباتو ترسره کولو په برخه کې د ظرفیتونو د جذب مسئله ډېره بنسټیزه، خو له کړاوه ډکه مرحله بولي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو يا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د ګمارنې لپاره لازم تدابیر او چمتووالی نه لري.
یوسف رشيد
ښاغلي رشید وویل:
"هغه اساسي چمتووالی چې د ګمارنې بهیر د ټولو معیارونو سره برابر، له سیاسي لاسوهنو خلاص او د ټولو لپاره د منلو وړ وي، د وخت د کمښت له امله ممکن نه دی، کمېسیون دومره وخت نه لري چې هم کسان وګماري او هم په عین وخت کې هغوی ته په پوره مانا روزنه ورکړي چې هغوی اماده شي او خپل پروګرام په ښه توګه ترسره کړي."
ښاغلی رشید وايي، دا چې د ګمارنې لړۍ يوه ډېره پېچلې او مهمه مرحله ده، د انتخاباتو کمېسیون ته په کار ده چې په دې برخه کې له پوره غور او دقته کار واخلي، څو له دې اړخه د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې رانه شي.
راپور: محمد واصل وصال