افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې د افراطیت او ترورېزم پرضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ وکړ.
د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د ولسمشر څرګندونو ته په نقل قول ازادي راډیو ته وویل دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد د سرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري.
افغان ولسمشر له نړیوالې ټولنې او همدغه راز په پاکستان کې له مدني ټولنو څخه غواړي چې د افراطیت او تروریزم پرضد د پراخو مدني حرکتونو ملاتړ وکړي.
د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د ولسمشر د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"افغان ولسمشر په پاکستان کې د افراطیت او ترورېزم پرضد د پراخو مدنی او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوي، دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد د سرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري."
ولسمشر محمد اشرف غني په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي هیله ده چې د پښتنو دغه خوځښت هم د افراطیت د ریښې تر ایستلو دوام ومومي.
ولسمشر وړاندې لیکلي پر رسنیو غږ کوو چې د خپل سپېڅلي رسالت د عملي کولو او بې طرفۍ اصل ته د درناوي لپاره د دغو لاریونونو ریښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې او په ځانګړې توګه د دوی د مظلومیت غږ چې د ترورېزم قربانیان دي نړیوالو ته خصوصاً مسلمانانو ته ورسوي.
I fully support the historical #PashtunLongMarch in Pakistan. The main purpose of which is to mobilize citizens against fundamentalism and terrorism in the region.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 9, 2018
په ورته وخت کې په کابل کې یوشمېر مدني فعالانو، ملتپاله افغان ځوانانو او کابل ښاریانو په اسلام اباد کې د پښتنونو د ستر اعتراض په ملاتړ مظاهره وکړه او ویل یې چې په لر او بر کې افغانان یو دي، پنجاب یې باید له وژنې او ځورونې لاس واخلي.
د مظاهره چیانو چې شمېرې یې لسګونو تنو ته رسېده، د جمعې په ورځ د کابل په حضوري چمن کې سره راټول شوي و.
د مظاهرې ګډونوالو ویل چې د پښتون پسرلی دغه تاریخي حرکت د دې لامل شوی چې د کابل خلک هم د خپلو کوزو افغانانو وروڼو او خویندو ترڅنګ د قیام لپاره تیار شول.
د مظاهرې پنځه مادیز پرېکړه لیک د مظاهرې یوه د ګډونوال ایمل څړوال له لوري ولوستل شو چې په یوه برخه کې داسې راغلي:
"موږ د پښتونخوا د خلکو لانګ مارچ د ټولو بنیادي غوښتنو ملاتړ کوو، پاکستان دې د تروریزم حامي هېواد په توګه وپيژندل شي، قبایلي پښتانه، د طالبانو او پاکستاني پوځ لخوا وژل کېږي، د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه دې باید قبایلي سیمو ته ولاړشي، د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې، په فاټا کې د دولت له خوا د قبایلو د جېنوساید څېړنه وکړي او نړیوالې رسنۍ باید قبایلو کې خپل دفترونه پرانیزي."
وروسته له هغې د پاکستان په کراچۍ کې نقیب الله محسود له ترهرګو سره د لاس درلودلو په تور د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شو، له یوې اوونۍ راپدېخوا خوا د دغه هېواد په پلازمینې اسلام باد کې د پښتنو له لوري د ازادۍ، حق غوښتنې او د پښتنو د وژنې پر ضد اعتراض دوام لري.
Your browser doesn’t support HTML5
د مظاهرې ګډونوالو ویل چې کابل مظاهره د کوم ځانګړي ګوند، یا ټولنې استازیتوب نه کوي، بلکې د دوی په خبره د ټولو افغانانو کډه داعیه ده چې لرو او بر افغانان به نړۍ ته دا ثابتوي چې افغانان ترهګرپال نه دي، بلکې ترهګري پرې تپل شوې ده.
راپور: رحمت الله افغان