په ملګرو ملتونو کې د امریکا او روسیې سفیرانو پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم تر ولکې لاندې سیمو کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د ادعاوو پر سر شخړه وکړه.
په "م.م" کې د امریکا او روسیې سفیرانو د سوریې په اړه شخړه وکړه
د ادعاوو پر اساس، د بشار الاسد پوځيانو د دمشق ختیځ لور ته په پرته سیمه غوطه "غوطه الشرقیه" کې پر خلکو کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي.
په غوطه کې د حملې یو شمېر قربانیان پر خپلو سیمو د بشارالاسد د پوځيانو له لوري د کیمیاوي وسلو د استعمال د ثبوت وړاندې کولو لپاره رامخکې شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هيلي پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» د امنیت شورا په غونډه کې پر روسیې تور ولګاوه چې په دې اړه د خپلواکو څېړنو مخنیوی کوي.
نيکي هيلي وویل، روسیې تر اوسه دومره ساده بیان هم نهدی ورکړی چې په سوریه کې پر ماشومانو د کلورین ګاز استعمال پهکې وغندل شي.
هغې زیاته کړه:
"امنیت شورا تل د کیمیاوي وسلو د استعمال پر ضد غږ پورته کړی، خو «د سوریې رژیم» هغوی بیا هم داسې کار کوي."
مسکو د ولسمشر بشارالاسد کلک ملاتړ کوي او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې د هغه د رژیم په ملاتړ پوځي عملیات پیل کړل.
دمشق ته نږدې حکومتي ځواکونو ۲۳ ملکي وګړي وژلي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» د امریکا د سفیرې خبرې رد کړي.
د روسیې سفیر وویل:
"موږ پوهېږو، په داسې حال کې چې عامل قطعاً نهدی موندل شوی، هدف د سوريې پر رژیم د کیمیاوي وسلو د استعمال تور لګول دي."
د امنیت شورا کې تر بحث وروسته، پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په سوریه کې د کلورین ګاز د استعمال راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د کیمیاوي وسلو د شپږو حملو په اړه چې راپورونه ورباندې خپاره شوي، شواهد لري.
د یادونې وړ ده چې د بشارالاسد رژیم مکرراً د کیمیاوي وسلو د استعمال ادعاوې رد کړې دي.
امریکا او روسیه د امنیت شورا دایمي غړي دي او د ویتو حق لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د روسیې حکومت د خپل نړیوال تعهد خلاف، تل د سوریې رژیم له حساب ورکولو څنډې ته کوي.
په بیان کې زیاته شوې چې د سوریې په بحران کې ټول ښکېل اړخونه باید د کیمیاوي وسلو له استعماله لاس واخلي.
د سوریې بېګناه خلک کړېږي او نړیوالیې ویني.