چارواکي: په هلمند کې له چاودېدونکو موادو ډک ټانک له‌منځه وړل شوی

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، په مارجې ولسوالۍ کې له چاودېدونکو موادو ډک هاموې ټانک هدف ته له رسېدو مخکې له‌منځه وړی دی.

د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله‌والو مخالفینو نن چهارشنبه غوښتل له یاد ټانک څخه په استفادې په یاده ولسوالۍ کې روان پوځي عملیات له خنډ سره مخامخ کړي چې مخه‌یې ونیول شوه.

اعلامیه وايي چې د یاد ټانک د له‌منځه وړلو پر مهال یو وسله‌وال هم وژل شوی او افغان ځواکونو په یادو عملیاتو کې ۳ کېلو متره پرمختګ کړی دی.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.