افغان پولې ته څېرمه د کورمې او اورکزو اېجنسۍ د قبایلي سیمو پر پوله د امریکا د بېپیلوټه الوتکې برید شوی چې وسلهوالو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سيمې یوه ځايي امنيتي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا برید د سې شنبې په ورځ سهار د کورمې اېجنسۍ په سپین ټل نومې سیمه کې د قوماندان احسانالله چې په خوريي هم مشهور دی، پر کور شوی چې په نتیجه کې یې د احسانالله په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
که څه هم د پاکستان دولتي چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي، خو د دې هېواد ډان خبري اژانس د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی د حقاني شبکې وسلهوال و.
دا په روان میلادي کال کې په پاکستان دوهم د ډرون بريد دی.
تر دې مخکې دغو الوتکو د روانې میاشتې پر ۱۷مه نېټه هم په کورمه اېجنسۍ کې بريد کړی و چې د رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۱ مشکوک وسلهوال پهکې وژل شوی و.
دا بريد تر هغه وروسته کېږي چې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال پر پاکستان غږ وکړ چې په سمدستي توګه د طالبانو مشران ونيسي يا يې وباسي او د خپلو عملياتو لپارهيې د پاکستان ځمکې کارولو ته پرېنهږدي.
نوموړي دا خبرې د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل د تېرې شنبې ورځې د ډلهييز بريد په تړاو وکړې چې مسؤليتیې وسلهوالو طالبانو په غاړه واخیست.
په دې بريد کې د ۱۴ بهرنيانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي وو.
افغان حکومت او امريکا پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې يې وسلهوالو ته پټنځايونه ورکړي دي.
دوی په ځانګړې توګه حقاني شبکې ته ګوته نيسي چې په افغانستان کې په زياتره وسلهوالو بريدونو کې تورنه ده.
خو پاکستان بیا ټینګار کوي چې د حقاني شبکې په ګډونيې د ټولو وسلهوالو ډلو پر ضد پوځي عملیات کړي، د هغوی مرکزونه وران کړي دي او دا ډله اوس په پاکستان کې نهشته.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې له امریکا سره د کړکېچ تر رامنځته کېدو وروسته ګواښ کړی و چې که پر خاورهیې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې برید وشي، نو دا الوتکه به راوغورځوي.