د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د کمېسیون کارونه په ښه شکل مخته ځي او د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر او مالي لګښت په اړه ستونزې حل شوې دي.
د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کمېسیون له لوري د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې لومړني کارونه هم پیل شوي دي.
نوموړی وايي:
"د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون، نړیوالو مرسته کوونکو او یوناما ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی چې د انتخاباتو د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر مالي لګښت چې شااوخوا ۳۰ میلیونه ډالره کېږي، د دوی لهخوا یې د ۹۰ فیصده لګښتونو د ورکړې ژمنه شوې ده او ۱۰ فیصدهيې د افغان حکومت لهخوا ورکول کېږي."
ښاغلي صیاد وویل چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې د ثبت کتابونه ډیزاین شوي او ډېر ژر به چاپ شي.
د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر او مالي لګښت په اړه ستونزې حل شوې.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوی کمېشنر سید حفیظالله هاشمي د حکومت له لوري دغه کمېسیون ته نهدی معرفي شوی.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي، د نوي کمېشنر له معرفي کېدو او د کمېشنرانو د شمېر په پوره کېدو سره به دوی د کمېسیون د رئیس، مرستیالانو، منشي او د ویاند د ټاکلو لپاره داخلي انتخابات ترسره کړي.
د راپورونو لهمخې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له ۲۰۰ میلیونه ډالرو ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
د افغانستان راتلونکو انتخاباتو لپاره د مالي امکاناتو تر څنګ د یو شمېر ناامنه سیمو د امنیت ټينګښت هغه مسایل دي چې د خلکو او انتخاباتو د څارونکو ادارو اندېښنې يې راپارولې دي.
له بله پلوه د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه يا اکسین د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د هلو ځلو هرکلی کوي، خو وايي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ډېر کارونه پاتې دي چې مخکې له مخکې باید ورته پام وشي.
د دې شبکې رئیس جانداد سپینغر پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"موږ دې ته ډېر هېلهمند نهیو چې کوم تاریخ د کمېسیون لهخوا د راتلونکي کال د سرطان ۱۶مه ټاکل شوې ده، پهدې نېټه به انتخابات ترسره شي، ځکه تر اوسه بودجه په مستقیمه توګه د کمېسیون په واک کې نهده ورکړل شوې، د ګمارنې پروسه پاتې ده او د نوم لیکنې بهیر لږ تر لږه ۱۰ میاشتې وخت ته اړتیا لري. دې ټولو مسئلو ته په پام سره، ښکاري چې موږ لا چمتو نهیو."
ښاغلي سپینغر همدارنګه د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د یوه اجماع د رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویېویل چې باید د سیستم دننه او بهر له سیاسي ډلو سره مشوره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدو ته نږدې شپږ میاشتې پاتې دي، خو د انتخاباتو څارونکې ادارې پهدې موده کې د انتخاباتو لپاره چمتووالی ستونزمن ګڼي.
راپور: ناجیه ساپۍ