زاخېلوال: افغان کډوال هڅوو چې وطن ته ستانه شي

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي، افغان کډوال هڅوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دا څرګندونې هغه په پېښور کې د افغان کډوالو تر يوې غونډي وروستو د مشال راډيو له خبریال ځلاند یوسفزي سره کړې دي. زاخېلوال دا هم وايي چې د افغان کډوالو د واپسې په اړه د پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي. په دا وروستيو کې د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو د واپسۍ خبرې تودې شوې دي.