د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په داسې حال کې چې افغان حکومت هره اوونۍ شااوخوا ۲۰۰ روږدي کسان د درملنې په هدف ټولوي، بیا هم د دغو کسانو شمېر د زیاتېدو له خطر سر مخ دی.
د یاد وزارت د پالېسۍ مرستیال جاوید احمد قایم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډيو ته وویل، دا وخت شااوخوا درې نیم میلیونه افغانان له مخدره موادو اغېزمن دي، خو په دغو موادو په بشپړ ډول د اخته کسانو شمېر پنځه لکو ته رسېږي.
ښاغلي قایم افغانستان ته د کډوالو راستنېدنه، بېکاري، بیولوژیکي او ټولنیز موضوعات، خپله لېوالتیا، ارثي خواص او حاکم چاپېریال په دغه هېواد کې په مخدره موادو د اخته کسانو د شمېر د لوړېدو عمده لاملونه ګڼي.
روږدي کسان
هره اوونۍ ۲۰۰روږدي ټولوو، خو د شمېر د زیاتېدا خطر هم شته.
دی وايي:
"د بېلابیلو دلایلو له امله دا شمېرې لوړېږي، خو بیا هم کورنی اعتیاد دومره نهدی څومره چې د پولو څخه موږ ته راګرځي په ځانګړي ډول له ایرانه، همدا اوس هره ورځ په فراه او هرات ولایتونو کې شااوخوا ۲۰۰ روږدي کسان را استول کېږي او دا د روږدو کسانو د شمېر د لوړېدو عمده لامل دی."
په افغانستان کې په مخدره موادو د اخته کسانو د شمېر د لوړېدو د خطر په اړه دا اندېښنې داسې مهال شریکېږي چې دغه هېواد یوازې د ۴۰ زره روږدو کسانو د درملنې ظرفیت لري.
د معلوماتو لهمخې دا مهال په افغانستان کې د معتادينو د درملنې شااوخوا ۱۷۰ دولتي او خصوصي مرکزونه فعالیت لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو تېره اوونۍ ازادي راډيو ته ویلي، په مخدره موادو ۷۰ سلنه روږدي کسان تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.
روغتیا وزارت: ۷۰ سلنه روږدي کسان تر درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د روغتیا چارو کمېسیون وايي، که حکومت په مخدره موادو د روږدو کسانو او نشهيي موادو په برخه کې بنسټیز اقدامات ونهکړي دا ګواښ به لا جدي شي.
د دغه کمېسیون غړي نثار حارس ازادي راډيو ته وویل، حکومت په دې برخه کې نړیوالې مرستې په سمه توګه نهدي لګولي.
نثار حارس
دی وايي:
"په دې برخه کې بنسټیز کارونه نهدي شوي، څه چې کېږي یوازې ظاهري بڼه لري، دا زموږ درد نهشي دوا کولای، په دې برخه کې هڅې خورا کمې دي، نه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت او نه هم د عامې روغتیا وزارت هڅې زموږ د رضایت وړ نهدي."
خو د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د روږدو کسانو د درملنې او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره کم امکانات لري او حکومت په دې برخه کې په يوازې ځان څه نهشي کولای.
دغه وزارت په دې باور دی چې د خلکو او ملا امامانو همکاري او د نړیوالې ټولنې لا ډېره پاملرنه کولای شي په دې برخه کې اندېښنې راکمې کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ