سلو ګُرجستاني پوځیان پرون پنجشنبه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د دندې ترسره کولو لپاره د افغانستان پر لور وخوځېدل.
دا ګُرجستاني سرتېري به په مزارشریف کې دنده ترسره کړي او د ناټو په اډه کې به ځای پرځای شي.
دې پوځیانو ته د ۲ میاشتو لپاره په ګُرجستان کې او د ۶ میاشتو لپاره په جرمني کې پوځي روزنه ورکړل شوې ده.
ګُرجستان چې د ناټو غړيتوب نهلري اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۸۵ سرتېري لري.
د ګُرجستاني چارواکو په وینا دا هېواد د پوځي ځواکونو د شمېر له پلوه له ناټو بهر په افغانستان کې تر ټولو لویه ونډه لري.