د کندهار سیمهییز چارواکي وايي چې د وسلهوالو لیزري قطعې په پنجوايي ولسوالۍ کې تېره شپه د پوليسو پر یوې پوستې بريد کړی او شپږو پوليسو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو بريد تېره شپه ۱۰ بجې د تلوکان او موشان ترمنځ له رېګ سره پر سرحدي پوسته کړی دی.
اسحق وایي، په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
نوموړی وایي، د بريد پر مهال افغان ځواکونو هم مقاومت کړی، خو تر اوسه نهده معلومه چې څومره وسلهوالو ته د افغان ځواکونو په بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه د دې بريد په تړاو تبصره نهده کړې.