د پاکستان يوې محکمې د يوه سخت دريځي صوفي د خوشې کېدو ضمانت منلی

په پاکستان کې يوې محکمې د دوشنبې په ورځ د يوه سخت دريځي صوفي محمد د راخوشې کېدو ضمانت ومانه.

صوفي محمد د طالبانو پلوي کوي.

د پېښور محکمې د ده د روغتیايي وضعيت په خاطر د راخوشې کېدو حکم وکړ.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی چې صوفي محمد د دوشنبې په ورځ محکمې ته وويل چې روغتیايي وضعیت‌يې ورځ تر بلې خرابېږي.

د صوفي محمد مدافع وکيل فدا ګل فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې مؤکل‌يې د پښتورګو په ناروغۍ اخته دی او د کمزورۍ له کبله څو ځلې په روغتون کې بستر شوی دی.

صوفي محمد چې ويل کېږي ۹۰ کلن دی، د ممنوع اعلان شوې نفاذ شرعيت محمدي ډلې مشر او د پاکستاني طالبانو د مشر مولانا فضل‌الله خسر دی.

د صوفي محمد د راخوشې کېدو لپاره د پېښور د محکمې اقدام وروسته له هغه شوی چې امریکا پر پاکستان د مالي مرستو د بندولو پرېکړه وکړه.

امریکا وويل، تر هغه وخته چې اسلام‌اباد د سخت دريځو پر وړاندې غوڅ اقدامات نه‌وي کړي، د واشنګټن مرستې به ځنډېدلې وي.