په داسې حال کې چې د کندهار ولایت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق په حکومت سختې نیوکې کړي، د مشرانو جرګې د اداري پلاوي يو شمېر غړي د نوموړي څرګندونې د قانون خلاف بولي.
د دې جرګې نایب منشي فيصل سمیع د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو د منسوبینو دنده د قانون پلي کول دي، نه له قانونه سرغړونه.
که د استاد عطا او جنرال رازق پهشان څېرو سره تفاهم ونهشي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ شي.
ښاغلی سمیع وايي، که د حکومتي چارواکو د دا ډول کړنو مخه ونهنیول شي، د هېواد راتلونکی به ډېر خطرناک وي.
دی وايي:
"د قانون له مخې د پولیسو منسوبین په سیاسي مسایلو کې د تبصرې حق نهلري، بلکه دنده يې د قانون پلي کول دي، که د استاد عطا او جنرال رازق پهشان څېرو سره تفاهم ونهشي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ شي."
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق له دندې څخه د نوموړي د لېرې کولو په اړه د اوازو په غبرګون کې ویلي چې د حکومت په لاسلیک نهدی مقرر شوی او حکومت نهشي کولای دی له دندې لېرې کړي.
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار امنیه قوماندان: دې حکومت نهیم ټاکلی او لیرې کولای مې هم نهشي
د کندهار امنیه قوماندان: حکومت مې له دندې نهشي لیرې کولای
ښاغلي رازق ویلي، نوموړی د کندهار د اوسېدونکو په غوښتنه راغلی او د هغوی په غوښتنه به دنده پرېږدي.
ده په کندهار کې یو شمېر رسنیو ته په خبرو کې د ملي يووالي حکومت ائتلافي بللی او خبرداری یې ورکړی چې د حکومت د مشرانو وروستۍ پرېکړې د هېواد په زیان دي.
له دې وړاندې د بلخ پخواني والي د حکومت له خوا د نوموړي استعقا منظوري نه ده منلې او ټینګار يې کړی چې د بلخ د والي په توګه به خپل کار ته دوام ورکوي.
جنرال عبدالرازق خپلې ګټې په خطر کې ویني.
د جنرال عبدالرازق دغه څرګندونو ته تر اوسه حکومت ځواب نهدی ویلی، خو له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کراتو ویلي چې پولیس له سیاسته لېرې دي او په سیاسي مسایلو کې د مداخلې حق نهلري.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته له څه ویلو ډډه وکړه او ويې ویل چې د کورنیو چارو وزیر به په دې اړه خپل دریځ وروسته څرګند کړي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
بل خوا د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي، اوس چې جنرال عبدالرازق خپلې ګټې په خطر کې ویني، نو په دې پلمه خپل غږ پورته کوي.
دی وايي:
"کله چې د عبدالرازق پهشان کسانو ګټې چې تر ډېره اقتصادي دي، په خطر کې لوېږي، نو په حکومت د فشار راړولو لپاره دا شان مسایل مطرح کوي. "
ښاغلی ځواک وايي، که حکومت د دا شان کسانو د خودسریو مخه ونه نیسي نو نور حکومتي چارواکي به هم قانون تر پښو لاندې او حکومت به له ننګونو سره مخ کړي.
راپور: واصل وصال