په هلمند کې پر پوځي عملیاتو د ولایتي شورا انتقاد!

د هلمند ولایتي شورا وايي، د افغان ځواکونو لنډ مهاله عملیاتو د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی.

په دې وروستیو کې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې افغان ځواکونه د عملیاتو په ډول کلیو او بانډو ته وځي،خو تر څو ساعته وروسته بېرته راوځي چې دغه کار د خلکو ژوند نارامه کړی دی.

ولایتي شورا وايي، یا دې ځواکونه سیمو ته نه وځي او یا دې په يو مخیز ډول عملیات وکړي او هلته دې پوستې واچوي.

دا چې په دې اړه د هلمند دولتي مسئولین څه وايي، د محمد الیاس داعي په راپور کې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمدالیاس داعي راپور