که څه هم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغان حکومت د فساد پر وړاندې زیاتې هلې ځلې کړي، خو د ملي شورا یو شمېر غړي او عام افغانان وايي چې اوس هم په دولتي ادارو کې فساد موجود دی.
د ملي شورا ځیني غړي وايي، اداري فساد لا هم د حکومت پر وړاندې یو ستره ننګونه ده او په دې برخه کې کوم ځانګړی اقدامات نهدی شوی.
د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي ازادي راډيو ته وویل، د نظام په داخل کې د یو شمېر مفسدو چارواکو دوسیې تر اوسه هم نهدي څېړل شوي.
دی وايي:
"له بده مرغه په نظام کې داسې کسان اوس هم شته چې دوی په فساد ککړ دي. قضايي او عدلي ادارې د هېواد سیاسي وضعیت ته په کتو هغه چلند چې باید ورسره وشي، نهشي کولای."
د مشرانو جرګې غړی محيالدین منصف وايي، که څه هم حکومت په دې برخه کې لاسته راوړنې درلودې، خو ځیني فاسد کسان اوس هم قانون ته غاړه نهږدي.
په ورته وخت کې د شفافیت د څار بنسټ رئیس وايي، د ۲۰۱۶ کال په پرتله افغان حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې لاسته راوړنې درلودې، خو د بشپړ قناعت وړ نهدي.
سید اکرام افضلي ازادي راډيو ته وویل:
"اوس هم داسې دوسیې شته چې نهدي څېړل شوي، هغه لوی فاسدین چې حکومتیې له ستونزو سره مخ کړی، دوسیې یې په جدي ټوګه نهدي څېړل شوي. دا د دې ښکارندويي کوي چې په حکومت کې د فساد پر ضد د مبارزې سیاسي اراده کمزوې ده."
له ترورېزم وروسته اداري فساد د افغانانو لپاره لویه ننګونه ده.
ښاغلی افضلي وايي، له ژمنې سره سم حکومت تر اوسه هم نهدی توانېدلی چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.
افغان ولسمشر د فساد پر وړاندې د اروپايي ټولنې په درېیم کلني کنفرانس کې ویلي و چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې ورته د منلو وړ نهدي.
Your browser doesn’t support HTML5
محمد اشرف غني ټینګار کړی و چې د فساد لهمنځه وړلیې له لومړیتوبونو څخه دی، خو بشپړ لهمنځه وړلیې له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې وخت نیسي.
په ورته وخت کې جمهوري ریاست وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.
د ولسمشسر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د ځانګړي کمېسیون په جوړېدو کار روان دی او ډېر ژر به وړ او مناسب کسان پهکې په دندو وګمارل شي.
دی وايي:
"روان کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې حکومت زیاتې لاسته راوړنې درلودې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو ځانګړي کمېسیون په جوړېدو کار روان دی، ډېر ژر به وړ او مناسب کسان په دغه کمېسیون کې په دنده وګمارل شي."
ښاغلی ازاد زیاتوي د فساد پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز رامنځته شوی چې د فساد ډېری دوسیې پهکې څېړل شوي، د شتمنیو د ثبت قانون د ولسي جرګې له لوري تصویب شوی.
په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، په ادارو کې بېروکراسي، د معافیت فرهنګ، د سرپرستانو زیات وخت پاتې کېدل، په دولتي ادارو کې د زورواکو او قومي متنفذینو لاسوهنې او په کارونو کې اداري تداخل د فساد عمده عوامل بلل کېږي.
افکک یا د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ مرکز وايي، له ترورېزم وروسته اداري فساد د افغانانو لپاره لویه ننګونه ده.
د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو عامو افغانانو تمه درلوده چې ممکن له ژمنو سره سم د دغې پدېدې پر وړاندې څه ډول چې یې ژمنې شوې وې مبارزه وشي، خو له شته پرمختګونو سره سره یو شمېر عام افغانان له دغې مبارزې راضي نهښکاري.
لاهم د ځینو فاسدو چارواکو دوسیې نهدي څېړل شوي
دوه تنه کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"نادر اشکان یم، د ملي وحدت حکومت د کار په پیل سره داسې هیلې وې چې دغه حکومت کولای شي اداري فساد لهمنځه یوسي، خو له بدهمرغه حکومت هغه ستونزې چې لري یې، تر اوسه نهدی توانېدلی څه ډول چې شاید او باید دی، د دغې ناوړې پدیدې پر ضد مبارزه وکړي."
"فقیري یم، د افغانستان په ادارو کې اوس هم فساد کېږي، دغه کار خلک ناراضه کړي دي."
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې په فساد کې ښکېلو د لسګونو چارواکو دوسیې څېړل شوي دي، خو د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري ازادي راډيو ته وویل:
"روان کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګونه شوي، خو دغه پرمختګونه بسنه نهکوي، تمه لرو چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اړوند ادارې، نور کارونه هم وکړي او د ولس تمې پوره کړي."
په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د فساد پر وړاندې د حکومت اقدامات خلکو ته محسوس دي.
د دغې ادارې ویاند وايي، په دې برخه کې د حکومت په اقداماتو سترګې پټول به غیر عادلانه او له واقعیته لیرې خبره وي.
راپور: رحمتالله افغان