خلک: د کندز-تخار پر لویې لارې هېڅ‌څوک د خوندیتوب احساس نه‌کوي

هغه یو شمېر خلک او موټر چلوونکي چې د کندز-تخار پر لارې هره ورځ تګ راتګ کوي وايي چې پر دغې عمومي لارې لا هم جدي امنیتي ګواښونه موجود دي.

دغه خلک او موټر چلوونکي وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې څو ځايه وخت نا وخت وسله‌وال مخالفین سړک ته راوځي موټرونه تلاشي کوي او په خپلو اهدافو پسې ګرځي او سربېره پر دې بیا د خان‌اباد ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې غیر مسؤله وسله‌وال هم د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړوي، ځکه پر وسله‌والو غلاوو، سړي تښتونې او د خلکو پر ځورونې لاس پورې کوي.

د کندز-تخار لویه لار.

ګل نبي او خان محمد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"پر دغې لارې لا هم ډېر امنیتي ګواښونه موجود دي او هېڅ‌څوک د تګ راتګ پر مهال د خوندیتوب احساس نه‌کوي، ځکه څو ځايه کله نا کله وسله‌وال مخالفین راوځي او موټرونه تلاشي کوي او امنیتي پوستې ډېر لیرې جوړې شوې دي."

"په دغې لاره کې ستونزې شته ځیني وخت طالبان سړک ته راوځي موټرونه تلاشي کوي او غیر مسؤله وسله‌وال هم پر دغې لارې پر وسله‌والو غلاوو او سړي تښتونې لاس پورې کوي. دولت باید د دغې لارې امنیت ته جدې توجه وکړي."

د هغوی د خبرو پر بنسټ چې وسله‌وال مخالفین ډېری وخت د دغې لارې په اوږدو کې د خواجه پستې، سرک نو، باغ میري او جرګذر په سیمو کې سړک ته راوځي، ځکه په دغو سیمو کې امنیتي پوستې له یو بل څخه ډېر واټن لري.

د کندز-تخار لویه لار.

صدرالدین او نورالله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د کندز-تخار پر لویې لارې ډېرې امنیتي ستونزې موجودې دي، ځکه هم طالبان سړک ته راوځي هم خپل‌سري ټوپکیان په وسله‌والو غلاوو لاس پورې کوي او موږ له دولت څخه غواړو چې د دغې حیاتي لارې امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، څو خلک پرته له کومې وېرې پرې تګ راتګ وکړي."

"موږ پر دغې لارې د سفر پر مهال د خوندیتوب او امنیت احساس نه‌کوو، ځکه وخت نا وخت سړک ته طالبان راوځي موټرونه تلاشي کوي او همداراز غیر مسؤله وسله‌وال هم د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړوي."

دغه خلک د کندز د امنیتي ارګانونو له چارواکو غواړي چې پر دغې لارې خپلې امنیتي ګزمې پیل کړي همدارنګه په نا امنه سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړې کړي، څو خلک پر دغې لارې پرته له کومې وېرې سفر وکړي.

په ورته وخت کې د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحميد حميدي وايي چې پر دغې لارې تل امنیتي ځواکونه خپلې ګزمې کوي او ډېر ژر به د دې لارې په اوږدو کې یو شمېر نوې امنیتي پوستې هم جوړې کړي.

عبدالحمید حمیدي

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې فعالې دي، خو بسنه نه‌کوي او موږ پلان لرو چې د دغې لارې په ناامنه سیمو کو یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړې کړو، څو د ګواښونو مخ ونیسو او خلک پرته له کومې وېرې پر دغې لارې تګ راتګ وکړي."

خو په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې د کندز-تخار د لارې په اوږدو کې شااوخوا کلي او سیمې د دوی په ژمنیو پوځي عملیاتو کې شامل دي او د دغې لارې په اوږدو کې دوی خپل پوځي عملیات پیلوي او امنیتي ګواښونه له‌منځه وړي، څو خلک پرته له کومې وېرې د کندز-تخار پر لویې لارې تګ راتګ وکړي.

راپور: اجمل ارین