د حکومت یوې باوري سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې یاد شي د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، عطا محمد نور خپله استعفا منلې او ارګ تهيې د بلخ د والي په حیث د فرهاد عظیمي د ټاکل کېدو وړاندیز کړی دی.
سرچینه وايي، دا موضع د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د مشر صلاحالدین رباني لهخوا مطرح شوې ده.
دې سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې یاد شي ازادي راډيو ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د ښاغلي نور د دغه وړاندیز په هکله بحث نهدی کړی.
وروسته له هغې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د عطا محمد نور د استعفا د منظورېدو خبر ورکړ، جمعیت اسلامي ګوند او خپله عطا محمد نور دا اعلان یو طرفه اقدام او د نهمنلو وړ وباله.
جمعیت اسلامي ګوند تر ټولو په تازه غبرګون کې ویلي، د ارګ لهخوا د بلخ لپاره نومول شوي نوي والي انجنیر محمد داوود ته به اجازه ورنهکړي چې د بلخ د والي پهحیث کار پیل کړي.
ښاغلی داوود د ارګ لهخوا د عطا محمد نور د استعفا له منظورېدو وروسته د بلخ د والي پهحیث ټاکل شوی دی.
په همدې حال کې د جمعیت اسلامي ګوند ویاند واقف حکیمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د عطا محمد نور پر ځای د فرهاد عظیمي ټاکل یو هغه شرط و چې تېر کال ارګ ته وړاندې شوی دی.
ښاغلی حکیمي وايي، ګوند یې که څه هم د عطا محمد نور د لیرې کېدو په صورت کې نور شرطونه هم لري، خو ټینګار کوي چې که فرهاد عظیمي د بلخ د والي پهحیث ومنل شي، د رامنځته شویو اختلافونو حل ته به یو مهم قدم اخیستل شوی وي.
دی وايي:
"که د عطا محمد نور د ځای ناستي پر ځای دا شرط ومنل شي، فکر کوم د خبرو اترو له لارې د ستونزې حل ته به ګام اخیستل شوی وي."
تر اوسه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نهدي ویلي.
خو د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال ویاند ذبیحالله فطرت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دوی په خوښه د عطا محمد نور د ځای ناستي ټاکل، دوی ته د څو ولایتونو او سفارتونو سپارل د عطا محمد نور په بدل کې د اسلامي جمعیت ګوند ځیني مهم شرطونه دي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ